اکونومېسټ راپور ورکړی چې پاکستان له متحده ایالاتو غوښتي دي هغه وسلې او پوځي تجهیزات چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي، بېرته وپېري.
دا غوښتنه د دې لپاره شوې چې یاد تجهیزات په افغانستان او پاکستان کې د وسلهوالو لاس ته ونه لوېږي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي: «په افغانستان کې هر څه د لوړې بیې اخیستونکي لپاره په لاسرس کې دي.»
نوموړي له امریکا غوښتي چې دغه وسلې له تور بازار څخه بېرته وپېري او له پاکستان سره نور پوځي معلومات هم شریک کړي، څو د دغه هېواد ځواکونه د وسلهوالو پر وړاندې د مقابلې چمتووالی ولري.
د راپور له مخې، امریکايي چارواکي کېدای شي هغه تجهیزات برابر کړي چې په ماین ضد زغره لرونکو پوځي موټرو او د شپې لید کیمرې کې شامل دي؛ داسې تجهیزات چې شنونکي باور لري پر هندوستان د پوځي توازن اغېز به ونه کړي. خو ویل شوي چې دا کار به د هند د حکومت له سخت مخالفت سره مخ شي، ځکه هند د امریکا ستر تسلیحاتي پېرودونکی دی.
پر تجهیزاتو سربېره، پاکستان له امریکا او لویدیځو هېوادونو غوښتي چې د اسلاماباد ادعاوې ومني؛ هغه ادعاوې چې هندوستان د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتونپالو ډلو ملاتړ کوي. پاکستان غواړي چې د دې فعالیتونو د مخنیوي لپاره پر نوي ډهلي فشار واچول شي.
سره له دغو غوښتنو، پاکستان لا هم له لویدیځ سره د داعش خراسان پر وړاندې همکاري کوي. د تېر یو کال په اوږدو کې د پاکستان او امریکا ګډ عملیات ډېر شوي، څو د داعش خراسان مشران د افغانستان او پاکستان په پوله کې په نښه کړي. ویل کېږي دغه ډله اوس د ۴ څخه تر ۶ زرو پورې جنګیالي لري، چې ډېری یې په ختیځ افغانستان، او د پاکستان په شمال او سوېل لویدیځ کې فعال دي او د سیمې او لویدیځو هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
