امنیت

د طالبانو ویاند: د ترهګرو ډلو په اړه د امنیت شورا غړو اندېښنې «بې‌بنسټه» دي

انځور له آرشیف څخه.

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د داعش، القاعده او نورو ترهګریزو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو د څرګندونو په ځواب کې، دا اندېښنې «بې‌بنسټه» بللي او ویلي يې دي، چې باید هڅه و نه شي چې افغانستان بې‌ثبات وښودل شي.

د امنیت شورا په تېره ورځنۍ غونډه کې د چین، ایران او پاکستان استازو، په افغانستان کې د داعش، القاعده او د تحریک طالبان، د ګاونډیو هیوادونو او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ وبللو.

همدا راز، د ملګرو ملتونو تازه راپور چې په دې غونډه کې خپور شو ښيي چې داعش شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي او تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالي په افغانستان کې لري.

خو د طالبانو ویاند دغه اندېښنې «ادعا» بللې او ویلي یې دي چې «هیڅ شواهد» د دې د ثبوت لپاره نشته.

هغه زیاته کړې: « موږ پوښتنه کوو چې بې له کوم ثبوت او دلیل څخه د انديښنو اچول به د چا په ګټه او د کوم هدف لپاره وي؟ »

دا په داسې حال کې ده چې روسیه او نور سیمه‌ییز هېوادونهو هم د داعش د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. طالبانو ویلي چې دغه ډله له بهر څخه افغانستان ته ننوتي.

سره له دې، داعش په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د مرګونو پېښو مسؤلیت منلی دی.