د ملګرو ملتونو چارواکو داعش خراسان په افغانستان، اروپا او مرکزي اسیا کې تر ټولو جدي ګواښ بللی دی.
د دې سازمان د ترهګرۍ ضد څانګې مشر امنیت شورا ته وویل چې په افغانستان کې، داعش خراسان د منځنۍ اسیا او له هغې هاخوا لپاره یو له جدي ګواښونو دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله هم وايي چې د داعش دا څانګه په فعاله توګه د ګمارنو او مالي مرستو راټولولو په لټه کې ده. په دې ناسته کې د امریکا استازي داعش خراسان یو نړیوال ګواښ وباله.
د چین استازي وویل چې داعش خراسان، القاعده، ټي ټي پي، د بلوڅ ازادۍ غورځنګ او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې له یو بل سره همکاري کوي.
