د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزې غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راورسېد.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې ناسته کې به د «دریو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې» په اړه خبرې وشي.
دغه وزارت ویلي چې اسحاق ډار به د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره یو ځای په دې ناسته کې ګډون وکړي.
په دغه سفر کې، د افغانستان لپاره د پاکستان خانکړی استازی، محمد صادق، هم په دغه سفر کې د اسحاق ډار سره مل دی.
د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه څرګنده کړې چې اسحاق ډار به د ناستې تر څنګ د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره هم لیدنه وکړي.
