نن د زمري ۲۸مه، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له ۱۰۶مې کلیزې سره برابره ده او طالبانو دغه ورځ، په دفاع وزارت کې ونمانځله.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد، د سیمې وضعیت ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان به د سترو ځواکونو په جګړو کې ښکېل نه شي.
نوموړي دغه راز، د کورنیو او بهرنیو هڅو سره، د تفرقې او نفاق د خپرولو په تړاو د خبرداري ترڅنګ، د “افغانیت او اسلامیت” د هویت د ساتنې پر اړتیا یې هم ټینګار وکړ.
بل خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، په ګاونډیو هېوادونو کې د ناستو په تړاو خبرداری ورکړ زیاته یې کړه، چې افغانستان ته باید هېڅوک بد خوب ونه ویني.
خو په دې غونډه کې، د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق، ادعا وکړه چې د دوی د نظام پر وړاندې هېڅ ډول جدي مخالفت شتون نه لري او داعش یې «له بهره تحمیلي پدیده» وبلله او ویې ویل چې دا ډله په افغانستان کې ځای نه لري.
