د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د زمري ۲۷ – د ۸ بجو خبرونه

له کندهاره دوو سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په امر، د کندهار د ۱۱مې ناحیې په غرنیو سیمو کې د طالبانو لپاره د یوې ځانګړې پوځي اډې د جوړولو کار دوام لري.

سرچینې ټینګار کوي چې دا اډه د غرني موقعیت په پام کې نیولو سره د ستراتیژیکو او امنیتي موخو لپاره جوړه شوې ده.

مخکې له دې، له کندهاره سرچینو آمو ته ویلي وو چې طالبان د کندهار د ۱۱مې ناحیې په غرنیو سیمو کې د “ځمکې لاندې تونلونو” په جوړولو هم بوخت دي.

د سرچینو لخوا د چمتو شويو جزئیاتو پر بنسټ، دا رغونې د خلکو له نظره لرې او په ځینو مواردو کې حتی په کندهار کې د طالبانو د پولیسو له نظره لرې ترسره کیږي.