سویلي آسیا

په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو موټر د ماین په چاودنه کې په نښه شوی

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو یو موټر د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې په نښه شوی دی.

د راپورونو له مخې، د پولیسو په څرګندونو کې ویل شوي چې په دې چاودنه کې د امنیتي ځواکونو هېڅ غړی نه دی ژوبل شوی.

تر اوسه پورې هېڅ یوې ډلې د دې پېښې مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.