سیاست

جیونیوز: د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران د اګسټ پر ۲۰مه کابل ته راځي

پاکستاني رسنیو د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیران به د درې اړخیزو خبرو لپاره د اګست پر ۲۰مه په کابل کې سره وګوري.

په دې غونډه کې به د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ګډون وکړي.

جیونیوز د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د اجنډا په موضوعاتو کې به د ترهګرۍ ضد هڅو او د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز(سي‌پېک) د پراختیا په اړه خبرې شاملې دي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې ټاکل شوې وه چې امیرخان متقي د اګسټ پر پنځمه پاکستان ته سفر وکړي، خو دواړو هېوادونو وروسته د «تخنیکي» لاملونو له امله د سفر د لغوه کېدو خبر ورکړ.

سرچینو ویلي وو، چې امریکا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دې سفر اجازه نه وه ورکړې، ځکه چې متقي لا هم د طالبانو د غړو په توګه د ملګرو ملتونو په نوملړ کې شامل دی.

سرچینې زیاتوي چې د کابل له غونډې وروسته د چین د بهرنیو چارو وزیر تمه ده بله ورځ پاکستان ته سفر وکړي.