سویلي آسیا

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګه: عاصم منیر امریکاته د سفر په ترڅ کې له ملکي او پوځي مشرتابه سره لیدلي

د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر او د امریکا د سنتکام مشر، جنرال کوریلا

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، چې د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د متحده ایالتونو له لوړې ملکي او پوځي مشرتابه سره کتلي دي.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عاصم منیر په ټامپا ښار کې، د متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د مخکیني قومندان، جنرال مایکل ای کوریلا، د تقاعد په مراسمو کې ګډون وکړ او همدارنګه د هغه د ځای‌ناستي، اډمیرل براډ کوپر، د دندې د سپارلو او اخیستلو په مراسمو کې هم حاضر و.

په خبرپاڼه کې راغلي: «پوځ مشر د جنرال کوریلا غوره مشرتابه وستایله او د دوه اړخیزې پوځي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یې د هغه نه هېرېدونکې هڅې وستایلې، او اډمیرل کوپر ته یې د بریا هیله څرګنده کړه، په دې باور چې د ګډو امنیتي ننګونو د حل لپاره به همکاري روانه وي.»

د جیونیوز راپور له مخې، عاصم منیر د ګډو سترو مشرانو کمېټې له مشر، ډان کین، سره هم ولیدل، چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو د ګډو مسلکي ګټو اړوند موضوعات وڅېړل شول.

د پاکستان د پوځ مشر ښاغلي کین ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.

دا په تېرو دوه میاشتو کې امریکا ته د عاصم منیر دویم رسمي سفر دی. ښاغلي منیر د غبرګولي په میاشت کې په خپل لومړي سفر کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم لیدلي وو.