کډوالي

ملګري ملتونه: په تېرو دوو کلونو کې له ۴ میلیونو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

ملګري ملتونه وایي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې تر دې دمه، له ایران او پاکستان څخه څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال افغانستان ته وتلي، چې یو اعشاریه پنځه میلیونه یې یوازې په روان زږدیز کال کې راستانه شوې دي.

دا سازمان خبرداری ورکوي چې که د نړیوالې ټولنې له لوري سمدستي ملاتړ و نه شي، د مرستو شته سیسټمونه به د جدي سقوط له ګواښ سره مخ شي او دا به د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یو راپور ښيي، چې سږ کال له ایران څخه د بېرته راستانه شوي وګړو درېیمه برخه ښځې او نجونې جوړوي، او له پاکستانه راستانه شوې نیمایي وګړې هم ښځې او نجونې دي.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې راستانه شوې ښځې او نجونې له مخ پر زیاتېدونکي فقر، د وخت نه مخکې ودونو، تاوتریخوالي، ناوړه استفادې او د خپلو حقونو، تګ راتګ او ازادیو پر وړاندې له بې ساري محدودیتونو سره مخې دي.