بشري حقوق

د طالبانو موزیمونو ته د هېوادوالو غبرګون: موزیم کې د جګړو یادونه لېږدول زموږ زخمونه تازه کوي

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د خپلې نږدې څلور کلنې واکمنۍ په موده کې، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو له نقض سربېره، د ځانمرګي وسایلو د موزیم په جوړولو سره، د خلکو درد او رنځ تازه کړی دی.

دغه ښاریان ټینګار کوي، چې د بوشکه‌یي بمونو او د ځانمرګی توکو نندارتونونه، د ویجاړیو او د دوی د خپلوانو د وژل کېدو یادونه تازه کوي. طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې، په څو ولایتونو کې موزیمونه جوړ کړي او په دغو موزیمونو کې هره ورځ د انتحاري او د دوی په لاس د بوشکه‌یي بمونو وسایل نندارې ته وړاندې کوي.

د میدان وردکو ولایت، د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې طالبان هره ورځ د موزیم په دې ودانۍ کې د خپلو انتحاري او په لاس د جوړ شويو بوشکه یي بمونو وسایل نندارې ته وړاندې کوي.

د دغه موزیم نوم یې مجاهد ایښی دی او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شمېرو له مخې، په دغه موزیم کې د بوشکه یي بمونو، د انتحاري واسکټونو او د یو شمېر انتحاریانو د بوټونو په ګډون، د دوی ۳۳ نظامي آثار نندارې ته اېښودل شوې دي.

د میدان وردکو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس، حبیب الله مجاهد، وايي: «د مجاهد موزیم دوه برخې لري؛ په لومړۍ برخه کې تاریخي آثار ساتل کېږي، او په دویمه برخه کې هغه وسلې ځای پر ځای شوې دي چې له اشغال‌ګرو څخه نیول شوې دي او همداراز هغه وسلې چې مجاهدینو خپله د اشغال‌ګرو د ماتولو لپاره جوړې کړې دي.»

خو یو شمېر هېوادوال بیا چې په تېرو دوه لسیزو کې د طالبانو، بهرني ځواکونو او د پخواني حکومت ترمنځ په جګړو کې یې خپل نږدې خپلوان له لاسه ورکړې دي، وایي چې د دا ډول موزیمونو جوړول په اصل کې د دوی د زخمونو او دردونو تازه کول او د جګړې د قربانیانو د خپلوانو له پامه غورځول دي.

یوه هېوادوال آمو ته وویل: «ما د شلو کلونو جګړې په موده کې د خپلې کورنۍ پنځه غړي د ځانمرګو بریدونو او نورو پېښو له امله له لاسه ورکړي دي. په داسې هېواد کې چې ډېری کورنۍ د غم پر ټغر ناستې دي او خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، زموږ د مړو یادونه موزیم ته اړول یوازې زموږ درد زیاتوي.»

یو هېوادوال آمو ته وویل: «په بلخ او دایکنډي کې دا ډول آثار د یوې فاجعې نښه ده، نه د ویاړ. دا شیان یوازې د خلکو تریخ یادونه تازه کوي.»

طالبانو له میدان وردک سربېره، په بلخ ولایت کې هم د فتح په نامه ورته موزیم جوړ کړی او په دغه موزیم کې یې په لاس جوړ شوي ماینونه، چسپکي ماینونه، موټرسایکلونه او د چاودېدونکو توکو وسایل نندارې ته ایښې دي.