د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفت علي، په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ د پوځ په ګډون ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د هند په مستقیم ملاتړ او پوره همکارۍ فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړې چې دغه ډلې د پاکستان د بېثباتۍ لپاره د وسایلو په توګه کارېږي او د افغانستان په خاوره کې خوندي پناهځایونه لري.
شفت علي وایي، د پاکستان د امنیتي اندېښنو په تړاو له طالبانو سره په کابل کې خبرې شوې دي او اسلاماباد اوس د طالبانو له خوا د دغو اندېښنو لا ښه درک ویني.
نوموړي دا هم ویلي چې پاکستان له طالبانو غواړي، څو د دغو ډلو د حضور او فعالیتونو د مخنیوي لپاره پرېکنده اقدامات وکړي.
بلخوا، د پاکستان دولتي سرچینو آمو ته ویلي چې پاکستان ادعا کوي، په تېرو درېو کلونو کې له افغانستانه د تحریک طالبان پاکستان غړو له خوا تر ۴۰۰ زیات پولي بریدونه شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د پاکستان د سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د پولو د امنیت او د تاوتریخوالي د کمولو موضوعات اصلي محور وګرځي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې هر څوک چې قانوني اسناد ونه لري، په ځانګړې توګه افغان کډوال، د نافذه قوانینو له مخې به له هېواده وایستل شي او دا پالیسي به پر خپل ځای پاتې وي.
