د قحطۍ د ژر خبرداري شبکې راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال له وروستیو څخه د ۲۰۲۵ کال تر مې میاشتې پورې، د افغانستان په ډېرو لوېدیځو، مرکزي او شمالي سیمو کې د خوړو ناامنۍ ناوریني حالت ته رسېدلې دی.
راپور زیاتوي چې د دې وضعیت لامل پرله پسې وچکالي ده او نږدې ۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بیړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د قحطۍ د ژر خبرداري شبکې ویلي، چې تمه کېږي د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له کموالي سره مخ دي، د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې به په پرلهپسې توګه ډېر شي؛ چې لامل یې د وچکالۍ، پر بازار د زیات فشار او د عوایدو د کمښت یوځای کېدل دي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې بې وزله کورنۍ او راستنېدونکي ښایي ډېر لږ یا هېڅ د خوړو زېرمې ونه لري او د دوی عاید هم له معمول نه کم وي؛ ځکه چې په افغانستان کې د کار بازار، د موجوده کاري ځواک د ملاتړ توان نه لري.
