کډوالي

ایران په یوه ورځ کې له ۵زرو ډېر کډوال ایستلي

انځور له ارشیف څخه

طالبان وایي، د ایران لخوا د افغان کډوالو د ایستلو په دوام، تېره ورځ ۱۵ زره او ۲۴ تنه له دغه هېواده افغانستان ته ایستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دغو کسانو کې ۱زر او ۹۱۴ کورنۍ  شاملې دي.

همداراز، یاد وزارت زیاتوي، چې په همدې ورځ له پاکستانه هم ۵۵۷ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د کالیزې راپور ورکولو غونډه کې) وویل، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۱.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

دوی زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې یې له ملي او نړیوالو ادارو سره ۱۲۵ تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي دي، چې له مخې یې له راستنېدونکو کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شویو سره د اقتصادي ملاتړ لپاره له ۷۸ میلیونه ډالرو څخه زیات مالي مرسته جذب شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له وړاندې یو شمېر له ایرانه راستانه شوي کډوال شکایت لري، چې تراوسه ورته هېڅ مرسته نه ده شوې او همداراز له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.