د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په دره کوکلامي او اولنګ سیمو کې دوې جلا ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي، چې له امله یې پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د پېښو ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د پېښو د دقیق لامل په اړه څه نهدي ویل شوي، خو د افغانستان په زیاترو برخو کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او تخنیکي ستونزې ګڼل کېږي.
