له خیبر پښتونخوا څخه سرچینې وايي، چې د تیراه په سیمه کې د پاکستاني پوځ لهخوا د یوې ماشومې تر وژلو وروسته ولسي خلکو لاریون کړی، خو د پوځ لهخوا پر لاریونکوونکو مستقیمو ډزو کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه نن یکشنبه، د زمري په ۵مه، د خیبر پښتونخوا د تیراه سیمې په مرکزي باغ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیمې یوې سرچینې آمو ته ویلي، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځ یوه ماشومه وژلې وه او بیا یې جسد د ټانک په بانټ غورځولی و، چې له همدې امله خلکو د عدالت غوښتنه کوله.
د راپورونو له مخې، خلکو د دغې پېښې پر ضد له څو ورځو راهیسې لاریونونه پیل کړي وو، خو نن د پاکستاني پوځ لهخوا پرې ډزې وشوې، چې له امله یې مرګژوبله رامنځته شوه.
سرچینې زیاتوي، ټپیان د خلکو لهخوا روغتونونو ته انتقال شوي، چې د ځینو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
همداراز ویل شوي، چې په سیمه کې مخابراتي شبکې او انټرنېټي خدمات هم بند شوي دي. د یادونې ده، چې په تېرو میاشتو کې د پاکستاني پوځ لخوا د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو، هوايي بریدونو او مستقیمو ډزو له امله سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې، چې په هغوی کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.
