سوداګري

طالبان: په یوه کال کې د ۱,۱۴۷ لویو چاپېریالي پروژو جوازونه صادر شوي

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي د کلني راپور ورکولو په غونډه کې عکس

طالبانو ویلي چې په یوه کال کې یې د چاپیریال ساتنې د ادارې له‌خوا ۱زر او ۱۴۷ لویو پروژو ته د چاپیریال ساتنې جوازونه ورکړی دی.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې د ادارې چارواکو په کابل کې د خپلې کلنۍ راپور ورکونې غونډې ته ویلي چې په تېرو یو کال کې یې دغه شمېر جوازونه صادر کړي دي.

دغه چارواکو همداراز ویلي چې په یوه کال کې یې د چاپیریال د معیارونو د پوره کولو لپاره ۹ تخصصي لارښوونې ترتیب او نافذې کړې دي.

د چاپیریال ساتنې ادارې ویلي چې په تېر کال کې یې په واخان، کندز، درقد او نورستان کې د خوندي سیمو څارنې ترسره کړې دي. همدارنګه ۱۵ زره ځناور او مرغانو طبیعت ته خوشې شوي دي.

دوی زیاته کړې چې په دې یوه کال کې یې شاوخوا ۶۱۳ عامه پوهاوي پروګرامونه د چاپیریال ساتنې په برخه کې ترسره کړي، چې په مستقیم ډول یې ۳۰۰ زره او په غیر مستقیم ډول ۱۷ میلیونه کسان تر پوښښ لاندې راوستي دي.

د چاپیریال ساتنې ادارې ویلي چې په تېر کال کې یې ۲۳ زره هوا ککړتیا کمه کولو فعالیتونه ارزولي، چې له دې ډلې ۲۸۳ اصلاح شوي او ۳۰۱ جوازونه صادر شوي دي.

دغه اداره وايي چې په یوه کال کې یې د چاپیریال د پروژو د تطبیق لپاره له غیر دولتي بنسټونو سره شپږ تفاهمنامې په مجموعي ډول د ۵۴۸،۲۹۵ ډالرو په ارزښت لاسلیک کړي دي.