د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د زمري ۴ – د ۸ بجو خبرونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې اسلام آباد دا مناسبه نه ګڼي چې په رسمي ډول طالبان په رسمیت وپېژني.

اسحاق ډار په اتلنتیک شورا کې وايي چې د هیواد یې لا تر اوسه د ډیموکراسۍ او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي.

ښاغلی ډار ټینګار کوي چې اسلام آباد غواړي د افغانانو د ګټو پر بنسټ له طالبانو سره اړیکې ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یو هر اړخیز نظام د جوړولو غوښتنه هم وکړه او د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ یو واقعیت وباله.