په کاناډا کې د جرمني سفیر په اوټاوا کې په یوه ناسته کې ټینګار وکړ چې جرمني “په پرېکنده توګه د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني” او دا هېواد په کابل کې خپل سفارت ته د بېرته ستنېدو هیڅ پلان نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې وروستیو کې ” ملت ته د دولت د ځواب ویلو” تر سرلیک لاندې د طالبانو په ناسته کې ویلي دي چې له جرمني سره د دوی اړیکې ډیپلوماټیکې کچې ته لوړې شوي او هڅه کوي چې پراخې یې کړي.
له دې سره، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې آمو ته ویلي چې سید مصطفی هاشمي او نبرس الحق د طالبانو دوه قونسلي ماموران دي چې د جرمني حکومت ته پېژندل شوي دي.
