د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د زمري ۲ – د ۸ بجو خبرونه

د ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې ویل شوي چې طالبانو یو شمېر افغان کډوال چې افغانستان ته شړل شوي شکنجه کړي، بندیان کړي، او ګواښلي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په دې کسانو کې ښځې او نجونې، پخواني سرتېري، پخواني دولتي چارواکي، د رسنیو کارکوونکي او د مدني ټولنې غړي شامل دي.

په راپور کې راغلي چې یو شمیر هغه کسان چې په غیر داوطلبانه ډول له هیوادونو شړل شوي دي د ځانګړو ځانګړتیاو له امله د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر خبرداری ورکړی چې ښځې او نجونې خپل هیواد ته د بیرته راستنیدو پر مهال د دوی د هویت پر بنسټ له پراخو اقداماتو سره مخ دي.