د خیبرپښتونخوا پولیسو اعلان کړی چې د یوې استخباراتي نښتې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) درې غړي وژل شوي دي.
پولیس وايي، د وژل شوو کسانو له ډلې یو تن يې افغان وګړی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه افغان وګړی رحمانالله رحماني نومېږي او د نورستان ولایت اصلي اوسېدونکی دی.
یاده نښته د خیبرپښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې رامنځته شوې، خو د پاکستان پولیسو د خپلو امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
خو هغوی تل دا رد کړې چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دې په افغانستان کې حضور یا پناهځایونه ولري، او یا دې افغان وګړي د پاکستان د حملو یا نښتو برخه وي.
خو پاکستاني چارواکو بیا وار، وار ټینګار کړی چې د ټيټيپي غړي د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې پناهځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان پر خاوره بریدونه تنظیموي.
