د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت او د مالیې وزارت مسؤلینو تېره ورځ، د زمري په ۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د هېواد له شاوخوا ۱۵۰ ملي سوداګرو او صنعتکارانو سره کتلي دي.
د طالبانو اقتصادی معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې په دې غونډه کې سوداګرو او صنعتکارانو خپلې ستونزې او غوښتنې له مسؤلینو سره شریکې کړې.
د خبرپاڼې له مخې، په یادو ستونزو کې د برېښنا کمښت، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو ویش، د صنعتي زېربناوو نشتوالی، د صادراتو په بهیر کې د اسانتیاوو نهشتون، د فوموګېشن او ترانزیټي خنډونو حل، د هوايي دهلېزونو رامنځته کول، پر کرنیزو محصولاتو او معدني موادو تعرفو کمول، د ترانسپورټي کرایو راټیټول، د ګمرکي ستونزو حل، د تخلیې او بارګیري بهیر چټکول، د سړو خونو جوړول، د جوازونو تمدید، د تجارتي ویزو اسانه وېش، د ترانسپورټي او ترانزیټي لویو لارو جوړېدل، او د افغاني محصولاتو لپاره د بهرنیو بازارونو پیدا کول شامل وو.
خبرپاڼه وايي، د طالبانو اقتصادي معاونیت او د مالیې وزارت مسؤلینو سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د یادو شویو ستونزو د حل لپاره اړوندو ادارو ته لازم اقدامات سپارل شوي او ژر به عملي شي.
طالبان وايي، د غونډې موخه د خصوصي سکتور ستونزو ته رسیدنه او د صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ همغږي وه. دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد سوداګرو په مکرر ډول د طالبانو له لوري د زیاتو مالیاتو او تعرفو وضع کول او د سړو خونو د نشتون له امله خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
