د افغانستان د سامبو کورش ملي لوبغاړی، اسماعیل کاکړ د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د نړیوالو سیالیو نایب اتل شو او د نقرې مډال یې وګاټه.
د سامبو کورش فدراسیون وايي، ښاغلي کاکړ په یاده سیالۍ کې د کانګو، فرانسې او تاجیکستان سیالان مات کړي دي.
د فدراسیون په وینا، نوموړی د سامبو کورش په نړیوالو سیالیو او د ازبکستان د ولسمشر د جام په نوم مسابقو کې ګډون کړی و، چې په پاریس کې ترسره شوې.
دا نړیوالې سیالۍ د فرانسې په کوربهتوب د ۲۵ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې دي.
