کډوالي

۱زرو ۵۷۶ کډوالې کورنۍ تېره ورځ هېواد ته راستنې شوي دي

په تېره یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه ۱زرو ۵۷۶ افغانې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې ۱ زره او ۲۹۶ کورنۍ له ایرانه او ۲۸۰ کورنۍ له پاکستانه راستنې شوې دي.

د راپور په وینا، د ننګرهار د تورخم له لارې۴۲، د قندهار له لارې ۳۸ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې يوه، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۲۶۳ کورنۍ او د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۳۲ هېواد ته راستنې شوې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خراسان رضوي د استازولۍ مشر، احمد معصومي فر، ویلي چې په ایران کې د افغان کډوال د وتلو نېټه د وږي تر ۱۵ پورې تمدید شوی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي معصومي فر ویلي، که چېرې تر دې نېټې وروسته هم هغه افغان کډوالو چې قانوني اسناد نه لري له ایرانه ونه وځي، نو دوی به د «اقامت جریمه» پرې کړي.

نوموړي د دغې ضرب‌الاجل تمدید د دلیل په توګه «د اساسي زېربناوو نه شتون او د هوا تودوخې» ته اشاره کړې ده.

هغه دا هم څرګنده کړې چې هغه افغان وګړي چې د قانوني لارو له لارې ایران ته داخلېږي، کولای شي خپل اقامت ته دوام ورکړي.