د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي وايي، چې د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
ښاغلی عزیزي نن (شنبه، چنګاښ ۲۸مه) کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په تېر یوه کال کې، څه باندې اته میلیونه ټنه سوداګریز توکي د افغانستان له مسیر څخه ټرانزیټ شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د اقتصاد وزارت همدارنګه وايي، چې په تېر یو کال کې یې ۱۴۰ کورنیو او ۶ بهرنيو موسسو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.
یاد وزارت ویلي، دا مهال په هېواد کې ۲۶۴۰ موسسې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
په دغه غونډه کې ویل شوي، چې تېر کال د هېواد په کچه له خواصو او دولتي موسسو پرته، د کورنیو او بهرنیو مؤسسو له لوري له ۱۳۰۰ ډېرې پروژې پلي شوې دي، چې ارزښت یې نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځیني هېوادوال وایي، چې له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي او د ژوند اړتیاوې په سختو ستونزو سره پوره کوي. دوی له نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو څخه غواړي، چې د افغانستان له خلکو سره په دې سختو اقتصادي شرایطو کې بېړنۍ او ځانګړې مرستې وکړي.
