ورزش

کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ پیل شوې

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو، چې د ایکس بُل جام تر نامه لاندې ترسره کېږي، نن سهار د کابل په ملي کرکټ لوبغالي کې په رسمي ډول پیل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د سیالیو د پرانېستې په مراسمو کې د هېواد پخوانیو ملي لوبغاړو، د ګډون کوونکو لوبډلو لوبغاړو او ګڼ شمېر مهمو ملي شخصیتونو ترڅنګ، د سیالیو مالي ملاتړو شرکتونو استازو ګډون کړی و.

دا سیالۍ، چې هر کال د هېواد په کچه د کرکټ یو له مهمو لیګونو څخه ګڼل کېږي، د ځوانو استعدادونو د موندلو، روزلو او معرفي کولو لپاره مهم فرصت بلل کېږي. تمه ده چې دا پړاو به هم د پخوانیو پړاوونو په څېر د مینه‌والو له پراخ هرکلي سره مخ شي.

د یادونې وړ ده چې د شپږیزې لیګ دا پړاو به د څو اونیو لپاره دوام وکړي او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه غوره لوبډلې پکې برخه لري.

په دې پړاو کې به پنځه سیمه‌ییزې لوبډلې چې نومونه يې؛ مس‌عینک نایټس، د بست ساتونکي، بند امیر، آمو نهنګان او سپین‌غر پړانګان دي، یو د بل پر وړاندې لوبې وکړي.

هره لوبډله له ملي لوبغاړو او ځوانو استعدادونو څخه جوړه شوې ده، او یو شمېر تکړه ملي لوبغاړي د لوبډلو کپتانان ټاکل شوي دي.

راشد خان، د افغانستان د کرکټ ستوری، د سپین‌غر پړانګانو لوبډلې مشري کوي. په دې لوبډله کې حضرت‌الله زازی، رحمت‌شاه، ظاهرخان او ویکټ ساتونکی اکرام علی‌خېل شامل دي.

رحمان‌الله ګربز، د ملي ټیم مهم لوبغاړی، د مس‌عینک نایټ لوبډلې مشري پر غاړه لري. دا لوبډله همداراز محمد نبي، مجیب‌الرحمان او افسر زازی ویکټ ساتونکی لري.

ابراهیم زدران، یو بل پیاوړی ملي لوبغاړی، د بست ساتونکو مشري کوي؛ دا یوه ځوانه او متوازنه لوبډله ده چې کریم‌جانت، نور احمد او طارق ستانکزی پکې شامل دي.

حشمت‌الله شاهدي، د افغانستان د ټېسټ لوبډلې لوبډل‌مشر، د بند امیر مشري کوي. په دې لوبډله کې محمد شهزاد، نجات مسعود او ګلبدین نایب لوبه کوي.

عظمت‌الله عمرزی، د آمو نهنګان لوبډل مشر دی. دا یوه پیاوړې لوبډله ده چې فضل‌الحق فاروکی، قیص احمد او شرف‌الدین اشرف پکې شتون لري.