د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو هوايي ځواک د دې هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ په نښه کړې ده.
د سوریې دولتي خبري آژانس «سانا» ویلي چې په دې برید کې د انساني تلفاتو راپور ورکړل شوی دی.
د سوریې پوځ او د اسراییلو رسمي چارواکو تر اوسه د دې برید په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د سوریې د پوځ د قوماندانۍ قرارګاه دروازه، چې په پلازمېنه دمشق کې موقعیت لري، د هوايي برید هدف ګرځول شوې ده. دا درېیم پرلهپسې ورځ ده چې اسراییل د سوریې پر نظامي هدفونو بریدونه کوي.
د سوریې دولتي رسنیو د دمشق ښار د زورورو چاودنو د غږونو راپور ورکړی دی. دغه بریدونه داسې مهال ترسره کېږي چې د سوریې دولتي ځواکونو او د دروز اقلیت وسلهوالو ترمنځ په جنوبي ښار سوېدا کې نښتو زور اخیستی.
