افغانستان

ویرونیکا بوشکوویچ-پوهار: د افغان ځوانانو له استعداد نه متاثره یم

افغانستان کې اروپايي ټولنې د سفارت استازې ویرونیکا بوشکوویچ-پوهار کابل کې د «کابل کتاب» تر نوم لاندې نندارتون نه لیدنه کړې ده.

نوموړې ویلي دی: «زه د دې فېسټیوال او د افغان ځوانانو د استعداد څخه متاثره یم.»

افغانستان کې اروپايي ټولنې استازولۍ په ایکس کې لیکلي، چې د «کابل کتاب» نندارتون د مطالعې کلتور ته وده ورکوي او د ځوانانو د سواد او زده‌کړې د ملاتړ لپاره هڅوونکې هڅه ده.

هغه انځورونه چې د دغې استازولۍ لخوا شریک شوي، په دغه نندارتون کې یو څرګندوي چې عنوان یې: «زده به کتابونه کړم.» دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د انجونو پرمخ وتړل. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان کې له ۱.۴ میلیونو زیاتې انجونې له زده‌کړو پاتې شوي دي.