د هلمند لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، د هرات-کابل د لویې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښې له کبله ۱۱ کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
دغې قوماندانۍ پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي، دغه پېښه د واشېر ولسوالۍ په کاریز سیمه کې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
همدا راز یوه سرچینه آمو ته وايي، له کابل څخه هرات ته روان فلاینګ کوچ او له هرات څخه کابل ته د روان بس د ټکر له کبله دغه پېښه رامنځته شوې ده.
طالب چارواکي وايي، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره په هلمند کې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
یاده دې وي چې دغه شان پېښې د خرابو لویو لارو او د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي.
