بشري حقوق

طالبانو «د امر بالمعروف له قانون څخه د بشپړې پوهاوي» تر نوم لاندې یو پروګرام پیل کړی

انځور له ارشیف څخه

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت؛ «د امر بالمعروف له قانون څخه د بشپړې پوهاوي» پروګرام پيل کړی دی. دغه پروګرام، په بامیانو ولایت کې پیل شوی او د دې وزارت د چارواکو په خبره، له دې کار څخه موخه د قانون له ټولو مفاداتو د خلکو خبرول دي.

خو د بشري حقونو یو شمېر فعالان، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د دغه اقدام په غبرګون کې وایي، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون، په ځانګړي توګه د دې قانون دیارلسمه او اوولسمه ماده، د خلکو ژوند له کړاو سره مخ کړی او پر ښځو یې زیات محدودیتونه تحمیل کړې دي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت، د خپل وزارت لخوا د جوړ شوي قانون د بشپړ پوهاوي بهیر له بامیانو ولایت څخه پيل کړی دی. بامیان د دې پروګرام د پلي کېدو لومړنۍ ولایت دی، چې د دې وزارت د محتسبانو له لوري پکې د قانون د بشپړ پوهاوي چارې پر مخ وړل کېږي.

تازه او د محرم میاشتې له رارسېدو سره هم مهاله، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبانو د دې ولایت په جوماتونو او تکیه خانو کې په خپل ګڼ حضور سره، خلکو ته د خپل قانون د بشپړ پوهاوي چارې پيل کړې دي. طالبان د دغه پروګرام موخه، د دیني اصولو رعایت بولي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د راپور یوه برخه کې راغلي: «په محرم الحرام میاشت کې، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزارت محتسبانو، د بامیان ولایت په ورس ولسوالۍ کې، د دې وزارت له قانون څخه د خلکو د بشپړ پوهاوي او د دیني اصولو د رعایت په موخه، یو شمېر پروګرامونه پيل کړې دي.»

د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې په میاشت کې، د دوی د مشر هبت الله آخندزاده له لوري توشیح او په رسمي جریده کې خپره شوه. دغه قانون، یوه مقدمه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري. هغه قانون؛ چې یو شمېر مادو یې د طالبانو غړي په دوه برخو ویشلې دي.

د امر بالمعروف قانون اوولسمه ماده، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کوي، خو د دې مادې مخالف طالبان بیا عملا له دغې مادې سرغړونه کړې ده. د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن آخند، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او یو شمېر نور طالب چارواکي د امر بالمعروف قانون اوولسمه ماده عملا نقض کړې ده او په دوامداره توګه خپل انځورونه او ویډیوګانې خپروي.

د طالبانو په کابینه کې، یوازې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم، د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي او د طالبانو د سترې محکمې رییس د قانون له دغه مادې په کلکه پیروي او ملاتړ کړی دی او خپل انځورونه نه خپروي.

خو د بشري حقونو یو شمېر فعالان بیا وایي، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون، د دې ترڅنګ چې د طالبانو ترمنځ یې د اختلاف درځ رامنځته کړی، نورو مادو یې هم د خلکو په ژوند کې پراخې ستونزې او محدودیتونه رامنځته کړې دي.

خلک وایي، چې د دې قانون دیارلسمه ماده، د افغانستان پر ښځو ژوند ډېر تنګ کړی دی. په دې ماده کې راغلي چې د ښځو غږ عورت دی او موټر چلوونکي هم له محرم پرته له یوه ځایه بل ځای ته د ښځو د وړلو حق نه لري. یو شمېر ښځې بیا وایي، چې د طالبانو د دغه قانون له وضع کېدو وروسته، له جدي ستونزو او سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف د قانون له توشیح وروسته، د طالبانو تر ادارې لاندې د ولایتونو په سیمه ییزو رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرېدل په تدریجي توګه بند شول. د دې قانون له یوه کاله په کمه موده کې، په پنځلسو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیز ولګول شو او دا هغه ولایتونه دي، چې تر ډېره د هبت الله او کندهاري طالبانو تر نفوذ لاندې دي.