ښځې

دریېم پرله‌پسې کال؛ د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه د نجونو له ګډون پرته پای ته ورسېده

د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه د نجونو له ګډون پرته پای ته ورسېده. دا ازموینه په ټول هېواد کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ازموینو دفتر لخوا په پنځو پړاوونو کې ترسره شوه، او نجونې د دریم پرله پسې کال لپاره له دې ازموینې محرومې شوې.

ځینې هغه نجونې چې له دې ازموینې محرومې شوې وې وايي، دوی د خپل ژوند درې کاله د کانکور ازموینې ورکولو او خپلې زده کړې ته د دوام ورکولو په تمه تېر کړل، خو طالبان د خپلو تعلیم ضد پالیسیو څخه شاته نه شول.

د سږ کال د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې ترسره شوه: لومړۍ درې پړاوونه د ولایتي زده کوونکو لپاره وو، څلورم پړاو د کابل د کانکور عمومي ازموینه وه، او پنځم پړاو د کابل ځانګړي داوطلبانو، له هېواده بهر غوښتونکو، قبیلو، د تیرو پړاوونو غیر حاضرانو، دیني مدرسو او د شپې پوهنځیو لپاره وو.

دا په داسې حال کې ده چې د دریم پرله پسې کال لپاره، نجونې د کانکور په ګډون د ملي ازموینو د ورکولو له فرصته محرومې شوې دي.

د کانکور ازموینې له پای ته رسېدو سره هم مهاله، په داسې حال کې چې نړۍ د «هیلې نړیواله ورځ» نمانځي، په هیواد کې زرګونه نجونې لاهم د خپلو زده کړو لپاره د تړلو دروازو تر شا ولاړې دي، او هیلې یې له منځه تللي دي.

ځینې نجونې وايي، هیله لري چې ښوونیز محدودیتونه به لرې شي ترڅو دوی یو ځل بیا د قلمونو او کتابونو سره خپل راتلونکی جوړ کړي.

یوه زده‌کوونکې صوفیه په دې اړه آمو ته وايي: «موږ هم د هیلو او ارمانونو سره درس ویلی، خو نن یوازې د نورو د ازموینو نندارچیان پاتې یو. هیله لرو چې دا دروازې بیا پر موږ پرانیستل شي. درې کاله د عمر مو د پوهنتون ته د تلو په تمه ضایع شول.»

سره له دې چې نجونې زده کړې ته لاسرسی نه لري، د سږ کال په کانکور کې د هلکانو ګډون کونکو د ټول شمېر په اړه کره شمېرې لا تر اوسه نه دي خپرې شوي دي.

له دې سره، د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ازموینو دفتر د شمېرو پر بنسټ، یوازې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ازموینې په لومړي پړاو کې ۲۵زره او ۳۰۰ هلکانو برخه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان د شمېرو پر بنسټ، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې نږدې یو میلیون او ۵۰۰ زره نجونې له زده کړې محرومې شوې دي او که د طالبانو بندیزونه دوام ومومي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به له زده کړو د محرومو نجونو شمېر له څلورو میلیونو ډېر شي.