د هند د هوایي ځواک یوه جنګي الوتکه نن (چهارشنبه، چنګاښ ۱۸مه) د راجستان ایالت د چورو ولسوالۍ د بانوده کلي ته نېږدې غورځېدلې ده.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، لومړني معلومات ښيې چې د پېښې په ځای کې د انسان د جسد ټوټې موندل شوې دي، چې ښایي پيلوټان ژوندي نه وي پاتې شوي.
د راجالدېسر د پولیسو مشر کاملېش ویلي، چې الوتکه د بانوده کلي په یوه کرنیزه سیمه کې راولوېدلې ده.
چارواکي سمدلاسه د پېښې ځای ته رسېدلي، او د ژغورنې او څېړنو عملیات روان دي.
