کډوالي

په درې ورځو کې نږدې ۱۵ زره افغانې کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي

د آمو د موندنو پر بنسټ، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس د راپورونو له شمېرنو څخه اخیستل شوي، یوازې په درې ورځو (د چنګاښ له ۱۳مې تر ۱۵مې) ۱۴ زره او ۹۷۳ افغانې کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي.

دغه موندنې څرګندوي چې په دې موده کې ۱۴ زره او ۶۴۳ کورنۍ له ایران او ۳۳۰ نورې کورنۍ له پاکستان څخه په جبري یا داوطلبانه ډول بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دې شمېرنو پر بنسټ، ۱۲۸ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۰۱ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، او یوه بله کورنۍ د پکتیکا د «انګور اډې» له پوله افغانستان ته داخل شوې ده.

په ورته وخت کې، ۴ زره او ۹۵۲ کورنۍ د نیمروز ولایت له پله ابریشم او ۹ زره او ۶۹۱ کورنۍ د هرات له اسلام‌قلعه سرحدي لارې هېواد ته راستانه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریټانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، ایران له اعلان شوې ضرب‌الاجل مخکې د شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوالو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده، او زرګونه ښځې، ماشومان او کورنۍ یې پرته له کومې اماد‌ګي او ملاتړ څخه افغانستان ته بېرته را استولي دي.

د دې راپور له مخې، دغه کډوال، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې له نارینه سرپرست پرته دي او د طالبانو تر قوانینو لاندې د سفر یا کار اجازه نه لري، له «تیارې او سرکوبوونکې راتلونکې» سره مخ دي.

د کډوالو نړیوال سازمان د شمېرنو له مخې، یوازې په تېره یوه میاشت کې له ایران څخه تر ۲۵۰ زره ډېر کسان ایستل شوي دي؛ چې ډېری یې پرته له خبرتیا، د شپې له خوا نیول شوي او مستقیم د کډوالو له کمپونو څخه د اسلام‌کلا په څېر سرحدونو ته انتقال شوي دي.