د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اسرائیلي پوځ په پرله پسې بریدونو کې څه کم ۱۹ کسان ووژل شول. یو له خونړیو بریدونو څخه د غزې ښار په مرکزي برخه کې د الرمال کلینیک په نښه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې د بشري حقونو جنجالي بنسټ خپل د خوړو د وېش فعالیتونه بیا پیل کړي او د اسرائیلو لومړی وزیر له ټرمپ سره د لیدو لپاره متحده ایالاتو ته رسیدلی دی.
دا برید، له مخکینۍ خبرتیا پرته ترسره شو او د شپږو فلسطینیانو د وژل کېدو لامل شو. پنځلس نور کسان هم ټپیان شول، چې دا مهال په الاهلي روغتون کې، چې د اسرئایلو د پوځ له خوا د “سور زون” په توګه اعلان شوی، تر درملنې لاندې دي.
د اسرائیلو پوځي فعالیت هم په مرکزي غزه کې زیات شوی دی. په نصیرات پنډغالي کې یوه استوګنیزه ودانۍ په نښه شوه او په البریج پنډغالي کې دوه کورونه له خاورو سره یو شول. په البریج کې درې فلسطینیان ووژل شول او د راپورونو له مخې ماشومان په بریدونو کې ټپیان شول.
په همدې حال کې، د غزې د بشري مرستو جنجالي بنسټ ویلي چې دوی تر خپلې ادارې لاندې سیمو کې د خوړو ویش بیا پیل کړی دی. دې بنسټ تېره ورځ اعلان وکړ چې خپل عملیات یې پر یوه وېشمرکز د برید او د دوو امریکايي قراردادیانو د ټپي کېدو له امله درولي دي.
په تېرو ۱۳ ورځو کې د مرستو ویش مرکزونو په نښه کولو بریدونو کې له ۷۵۰ څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي دي. له دې سره هم مهاله، اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره متحده ایالاتو ته رسیدلی. په غزه کې د اوربند په اړه بحثونه د دې لیدنې له مهمو برخو څخه دي.
ځینې سرچینې وایي چې نتانیاهو هڅه نه کوي د ټرمپ د غوښتنو پر وړاندې مقاومت وکړي، په ځانګړې توګه د دې حساسې لیدنې په درشل کې، چې ښايي د اسراییلو سیمهییزې پالیسۍ اغېزمنې کړي.
د اسرائیلو په کابینې کې د بیا میشتیدنې او د خوړو د مرستې ویش په څیر مهمو مسلو باندې هم اختلافات شتون لري. ځینې شنونکي وايي چې د فشار د وسیلې په توګه د خوړو سیاسي کارول د غزې په وړاندې د اسراییلو د پالیسۍ یوه برخه ده.
اسراییل هڅه کوي چې د خوړو د ویش په اندازه او ډول بشپړ کنټرول ولري، او د دې واک نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو یا د فلسطین سرې میاشتې ته بیرته ورکول به د اسراییل لپاره د سیاسي نفوذ له لاسه ورکولو معنی ولري.
