د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي چې په روان اوړي موسم کې نږدې لس ميليونه افغانان له جدي لوږې او د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخامخ دي.
دغې ادارې ټينګار کړی چې د بوديجې د کمښت له امله، کولی شي يوازې يو ميليون کسانو ته د خوړو مرستې ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې يادې ادارې مخکې ويلي وو، په افغانستان کې له هر درې کورنيو څخه دوه یې، د خپلو ورځنيو اړتياوو لپاره بسيا خواړه نه شي برابرولای.
د خوړو نړيوال پروګرام مخکې ويلي، چې په افغانستان کې بشري او د خوړو اړتياوې لا هم «ژورې او بحراني» دي، او زيات شمېر کورنۍ د خوراکي توکو د پېرلو لومړنۍ لګښتونه نه شي پوره کولی.
د دغه سازمان په وينا، په هېواد کې د خوړو د خونديتوب د نشتوالي تر ټولو ډېر زيان ښځو او ماشومانو ته رسېدلی دی.
