د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې نرۍ رنځ یا توبرکلوز لا هم په افغانستان کې یو جدي روغتیایي ګواښ دی او یوازې په تېر میلادي کال کې، ۵۰ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي ول.
د مارچ ۲۴مه، د نري رنځ یا له توبرکلوز سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.
بلخوا په دې ناروغۍ اخته کسان د دې ناروغۍ د درملنې له څرنګوالي شکایت لري او وايي چې د تشخیص او درملنې مناسبې آسانتیاوې نشته او د روغتیايي خدماتو د کموالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې همداراز ویل شوي چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ د تشخیص نږدې ۹۰۰ مرکزونه فعال دي چې په وړیا توګه د توبرکلوز ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی وايي چې د نورو بنسټونو په همکارۍ او د افغانستان د روغتیا سکټور په پیاوړتیا سره د نري رنځ یا توبرکلوز د درملنې په برخه کې به هڅې ډيرې کړې.
افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی، ډاکټر ادوین سنیزا سالوادور، وایي: «د توبرکلوز په نړیواله ورځ کې، راځئ چې سره یو ځای شو، پانګونه وکړو او د موثرو ګامونو په پورته کولو سره د یوه سالم راتلونکي لپاره هڅې وکړو.»
یو شمېر ډاکټران وايي چې په سیمه ییزه کچه د درملنې مرکزونو ته د ناروغانو نه لاسرسی په افغانستان کې د نري رنځ یا د توبرکلوز د ناروغۍ د زیاتوالي لامل شوی دی.
د وزیر اکبرخان روغتون پخوانی ريیس، عبدالله احمدي، وایي: «له دې امله چې ناورغ له سیمه ییزو کلنیکونو لرې دی او بې وزلي د دې اجازه نه ورکوي چې ناروغ په منظمه توګه خپل درمل ترلاسه کړي، په خواشینۍ سره چې وروسته ناروغ د درملو له مقاومت سره مخ کېږي او درملنه بیا پایله نه ورکوي. له بلې خوا هغه ناروغان چې په توبرکلوز اخته دي خو د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي، دوی نه شي کولای پر وخت روغتیايي مرکزونو یا ښار ته د درملنې لپاره لاړ شي ځکه د دوی امکانات ډېر محدود دي.»
بلخوا، په نري رنځ یو شمېر اخته ناروغان په لرې پرتو سیمو کې د صحي مرکزونو له کمښته شکایت کوي او وایي چې باید د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
د بادغیس اوسېدونکې رحیمې آمو ته وویل: «د ناروغۍ په پیل کې مې اشتها بایللې وه، ستړیا، کمزوري او د بدن دردونه مې لرل. څو ځله کلینیک ته ولاړم، خو سمه تشخیص نه شوم، ناروغي مې شدید شوه. اوس شپږ میاشتې کېږي چې تر درملنې لاندې یم، یو څه ښه شوې یم، خو لا هم د تنفس ستونزه او د ملا درد لرم. په لرې پرتو سیمو کې، لکه زما په شان ډېر ناروغان سمه درملنه نه ترلاسه کوي، او ناروغي یې زما په څېر شدیده شي.»
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال له پیله تر دې دمه، له اویا زره زیات کسان د تورخم په پوله د نوې ډیجیټلي ټکنالوژۍ له لارې معاینه شوي، چې له دې ډلې ۲۴۲ تنه د توبرکلوز د مثبتې پيښې په توګه پېژندل شوي دي. دغه سازمان ویلي، افغانستان د بې وزلۍ، کمزورې پوهاوي او ناسم روغتیايي سیسټم له امله د توبرکلوز په څېر له وژونکو ناروغیو سره مخ دی.