د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کميشنرۍ وياند وايي چې خیبر پښتونخواه د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه دی، خو اوس پولیسو هغوی ته درې اوونۍ وخت ورکړی چې دغه ایالت پرېږدي.
د پاکستان له جیونیوز سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند په خبرو کې ویلي، چې په پاکستان کې دوه میلیونه او یو لک افغان کډوال ژوند کوي، چې ۵۲ سلنه یې یوازې په پېښور کې مېشت دي. بلخوا، یو شمېر افغان کډوال وايي چې د پاکستان د پولیسو له ځورونې نیول کېدو او بډې اخیستلو ستړې شوي او دا ډول چلند د دوی ژوند لا ستونزمن کړی دی.
پاکستان، افغان کډوالو ته په دې هېواد کې د اوسېدو وروستی نېټه، د ۱۴۰۴ کال د حمل یوولسمه ټاکلې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د بېاسنادو افغان کډوالو او د افغانستان د تابعیت کارت لرونکو ته امر کړی چې دغه هېواد دې پرېږدي او افغانستان ته دې ستانه شي.
بلخوا په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي د پاکستان جیو نیوز ته ویلي، چې خیبر پښتونخواه د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه دی او پولیسو هغوی ته د دې سیمې د پرېښودو توصیه کړې ده.
پاکستان کې د یواناچسیار ویاند قیصر افریدي، وایي: «د ۲.۱ میلیونه افغان کډوالو له ډلې، ۱.۳ میلیونه یې د نوم لیکنې کارتونه لري، چې له ۵۲ سلنه زیات یې په خیبر پښتونخواه کې ژوند کوي.»
که څه هم د پاکستان د کډوالو د ایستلو ضربالاجل ته لا هم درې اوونۍ پاتې دي، خو افغان کډوال وايي، چې پولیسو د هغوی نیول، ځورول او له هغوی بډې اخیستل زیات کړي دي.
پاکستان کې افغان کډواله، مریم، وايي: «زموږ ویزې یوازې دوه ورځې مخکې پای ته رسېدلې، خو د تمدید پروسه یې روانه وه. سبا زموږ ویزې راځي، خو پولیسو زموږ خبرې وانه ورېدې او حاجي کمپ ته یې بوتلو. موږ ورته وویل چې که موږ بېرته افغانستان ته شړئ، زموږ ژوند به له خطر سره مخ شي، ځکه زه د ښځو د حقونو فعاله یم. ټول اسناد مو وړاندې کړل، خو هیڅ چا ته مهم نه وو. یوازینۍ لاره چې پاتې شوه، دا وه چې بډې ورکړو. یو پولیس ۶۰ زره کلدارې وغوښتې، موږ ورکړې، او بیا یې خوشې کړو.»
حشمتالله، چې له درې کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې اوسیږي، تازه د پولیسو له بنده خوشې شوی. هغه وايي، پولیسو د خلاصون په بدل کې ترې ۵۰ زره کلدارې اخیستې دي.
پاکستان کې افغان کډوال، حشمتالله، وایي: «نن سهار لس بجې، د پاکستان امنیتي ځواکونو زه د کور له مخې ونیولم. زما ویزه یوازې څو ورځې مخکې ختمه شوې وه، خو د کورنۍ غړو مې لا هم ویزې لرلې. غوښتل یې چې حاجي کمپ ته مې انتقال کړي او بیا مې وشړي. د خوشې کېدو لپاره یې یو لک کلدارې غوښتې، خو ما وس نه درلود. ډېرې خبرې مې وکړې، اخر مې په ۵۰ زره کلدارو قانع کړل او بیا یې خوشې کړم.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ تازه شمېرې ښيي، چې ۸۰۰ زره افغان کډوالو د پاکستان د تابعیت یا د (ایسيسي) کارتونه ترلاسه کړي، خو پاکستان پرېکړه کړې، چې دا کډوال هم تر درېیو اونیو پورې له دغه هېواده وباسي.
همداراز، د کډوالۍ د نړیوال سازمان راپورونه ښيي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له نیمایي راهیسې، تر اوسه له ۸۰۰ زرو زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.