افغانستان ښځې

د بشري مرستو بندیدو سره، افغان ښځې او نجونې له جدي ستونزو سره مخ دي

افغانستان کې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو د مرستو بندېدل، د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

یو شمېر ښځې او انجونې وايي چې د خوړو او روغتیا په برخه کې مرستو ته لاسرسۍ نلري او په بد وضعیت کې دي.

له دې وړاندې امریکا خپلې بشري مرستې محدودې کړې دي.

د امریکا د بشري مرستو محدودېدل په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی او د مرستو محدودېدل د دې لامل شوی چې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو پروژې په ټپه ودرېږي.

یو شمېر افغانې ښځې او انجونې وايي چې د مرستو بندېدل د خوړو په تیارولو او روغتیا برخه کې له ګڼو خنډونو سره مخې کړې دي.

زهره، بادغیس اوسیدونکې، وایي: «زموږ کار دا و چې د امریکایانو لخوا تمویل شوې د خیاطۍ په یوه ورکشاپ کې کار وکړو، موسسې مونږ ته پيسې راکولې، موږ په دې ورکشاپ کې جامې جوړولې، موسسه موږ ته پیسې ورکولې او موږ له دې پیسو د ژوند اړتیاوې پوره کولې. اوس چې موسسه تړل شوې، دا موږ ته په اقتصادي لحاظ ضربه ده، ځکه چې موږ هغو پيسو ته اړتیا درلوده، او همدارنګه په روحي لحاظ هم اغېزمن یو، ځکه چې اوس مجبور یو بیکاره په کور کې کېنو او نور کار نشته.»

د افغانستان خلک له مرستندویه بنسټونو غواړي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او اجازه ورنکړي چې د بشري ناورین زیاتوالی، د افغانستان د خلکو نوره قرباني هم واخلي.

شګوفه، د بادغیس اوسېدونکې، وایي: «خاوند مې ناروغ دی، زه خپله کار نشم کولای. هره میاشت مې مرستې ترلاسه کولې، زموږ نوم د کارتونو له لارې اخیستل کېده، که کم و که زیات خو چاره مو پرې کېدله. اوس زه او شپږ لوڼې مې د ناروغ خاوند سره، د لوږې سره مخ یو، په خدای که د سبا او بېګاه ډوډۍ هم لرو.»

تازه د «ظرفیتونو د ارزونې پروژې» څېړنیزې ادارې ویلي چې ملګري ملتونه سږ کال د افغانستان لپاره د ۱۷ میلیونو اړمنو خلکو لپاره د ۲.۴۲ میلیاردو ډالرو مرستې ته اړتیا لري، خو تر اوسه یوازې ۲۷۹ میلیونه ډالر یې تامین شوي دي.