رسنۍ

طالبانو په رسنیو کې هر ډول انتقادي سیاسي بحثونه منع کړي دي

طالبانو په خپل تازه رسنیز لارښود کې، د هېواد په رسنیو کې هر ډول انتقادي سیاسي بحثونه منع کړي دي. د دې فرمان له مخې، ټلویزیونونه او راډیوګانې باید د هر سیاسي پروګرام له خپرېدو مخکې، موضوعاتو، د مېلمنو او د شنونکو لیدلوری طالب چارواکو سره د تایید لپاره شریک کړي.

دغه مقررات چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا صادر شوي، ټلویزیوني، غږیزو، چاپي او ډیجیټلي رسنیو کې پر سیاسي محتوا سخت کنټرول وضع کوي. د دې سند رسمي عنوان «د افغانستان د سیاسي پروګرامونو د مدیریت پالیسي» دی.

د دې دستور پر بنسټ:

رسنۍ مکلف دي هره ورځ د خپلو وړاندیز شوو موضوعاتو او مېلمنو لېست د «سیاسي پروګرامونو د نظارت کمیټې» ته وسپاري؛

آن هغه مېلمانه چې مخکې تایید شوي، بیا هم باید د هر ځل ګډون لپاره نوې تاییدي واخلي؛

سیاسي شنونکي باید د طالبانو د نشراتو ریاست له‌خوا ورکړل شوې رسمي پېژندپاڼه ولري او له هر ډول نظر څرګندونې چې د طالبانو له رسمي سیاستونو سره په تضاد کې وي، ډډه وکړي.

طالبانو دا محدودیتونه د «اسلامي اصولو د ساتنې، ملي یووالي د پیاوړتیا او له مذهبي، قومي او ژبنیو تفرقو د مخنیوي» په موخه توجیه کړي دي. په دغه لارښود کې دا هم ویل شوي چې موخه یې د تبلیغاتي محتوا مخنیوی، پر واقعیت ولاړې خبریالۍ ته هڅونه، او د طالبانو د سیاستونو درناوی دی.

د دې لارښود مهم ټکي دا دي:

د پېژندپاڼې اخیستل او د ملي او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د شنونکو د وفادارۍ ارزونه؛

د احساساتي، ناتایید شویو یا تبلیغاتي نظریو منع؛

د چارواکو انتقاد یواځې هغه وخت روا ګڼل شوی چې «درناوی ولري» او د طالبانو له تعریف شوي «قانوني چوکاټ» سره سم وي – طالبان هغه څه چې د دوی له سیاستونو سره مخالف وي، غیرقانوني بولي؛

د نظارت کمیټې له خوا پر محتوا او حقوقي اړخونو څارنه، او د سرغړونکو رسنیو د جواز تعلیق یا لغوه کېدو ګواښ؛

دا لارښود پر ټولو رسنیزو برخو تطبیق کېږي، له مرکو او مقالو نیولې، تر ژوندۍ خپرونې، ټولنیزو شبکو پوسټونو او د خبریالانو یادښتونو پورې.

طالبانو ویلي چې د پروګرامونو چمتوکوونکي او چلوونکي به مستقیم د سیاستونو له سرغړونې مسؤل ګڼل کېږي. هغه رسنۍ چې دا مقررات مات کړي، له تعلیق یا د جواز له لغوه کېدو سره مخ دي.

طالبان وايي دا لارښود د «مسؤلانه ژورنالېزم د ترویج» او له شریعت او ملي ګټو سره د سمون لپاره وضع شوی، خو خبریالان او د رسنیو د آزادۍ ملاتړي دا مقررات «ښکاره دولتي سانسور» ګڼي.

یوه خبریال ویلي: «دا قانون نه دی، دا بشپړ کنټرول دی. سیاسي خبرې اترې اوس یوازې هغه مونولوګونه دي چې طالبان یې تایید کړي وي.»

له هغه راهیسې چې طالبان په اګست ۲۰۲۱م کال کې واک ته رسېدلي، دوی په تدریجي ډول خپلواکې رسنۍ له منځه وړي دي. ګڼې رسنۍ تړل شوي، خبریالان نیول شوي، او ښځې له رسنیزې ساحې تقریباً ایستل شوې دي.

د بشري حقونو سازمانونو بیا بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان د دغو محدودیتونو له لغوه کولو او د بیان د آزادۍ له درناوي سره فشار ته اړ کړي، خو داسې ښکاري چې طالبان د عامه خبرو اترو د غلي کولو پرېکړه کړې ده.