افغانستان

سي بي اېس: طالبان په امریکا وسلو او «اوسپنیز سوک» سره پر افغانستان واکمني کوي

انځور له آرشیف

سي بي اېس نیوز راپور ورکړی چې طالبان، که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې ادعا کوي چې د افغانستان د خلکو ژوند یې ښه کړی؛ خو په حقیقت کې هغوی له امریکا پاتې نظامي وسلو او د «اوسپنیز سوک» له لارې پر افغانانو واک چلوونکی دي.

د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) د ۲۰۲۲ کال راپور له مخې، طالبانو ته ۷۸ چورلکې او جنګي الوتکې، ۴۰ زره نظامي موټر او ټانکونه، او تر ۳۰۰ زره ډېرې سپکې او درنې وسلې پاتې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي سي بي اېس نیوز ته ویلي: «دا د افغانستان د دولت شتمني ده، او دا به د افغانستان د دولت (د طالبانو حکومت) په اختیار کې پاتې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د خپلې لوړې مراسمو څخه مخکې، د بایډن حکومت تورن کړ چې د ۲۰۲۱ کال له شاتګ وروسته یې دا نظامي شتمنۍ طالبانو ته پرېښودې؛ هغه شاتګ چې د ټرمپ حکومت يې په اړه مذاکرات کړي وو.

خو اوس ټرمپ اعلان کړی چې دا پوځي وسایل به له طالبانو بېرته ترلاسه کړي. ویل کېږي چې د پاتې شویو امریکایي وسلو ټول ارزښت ۷ میلیارد ډالر اټکل شوی دى.

سي بي اېس نیوز په خپل راپور کې همداراز ویلي چې د کابل ښار بڼه، د تېرو شلو کلونو پرتله، په څرګند ډول بدله شوې ده.

دغه خبري شبکه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له قوله زیاتوي چې طالبان غواړي د جګړې فصل وتړي او نوی باب پرانیزي؛ یو باب چې ښايي د افغانستان پر کانونو کې ولیکل شي. دغه هېواد نږدې یو تریلیون ډالرو په ارزښت نااېستل شوې کانونه لري.

په راپور کې راغلي چې ډونلډ ټرمپ له کلونو راهیسې دې زېرمو ته سترګې پټې کړي، او ورستيو مطالعاتو ښودلې چې ښايي د پنتاګون د ۲۰۱۰ کال یو یادښت افغانستان د «د سعودي عرب لیتیوم»» په توګه یاد کړی وي؛ هغه فلز چې د موبایلونو او برېښنایي موټرو د بیټرۍ د انرژۍ لپاره حياتي ارزښت لري.

سي بي اېس نيوز زیاتوي، چې په دې برخه کې به سيالي سخته وي، ځکه چین او روسیې لا دمخه په افغانستان کې پراخې پانګونې کړې دي.