ورزش

د موی تاي افغان رزمي کار چينايی سیال ته ماتې ورکړه

انځور له آرشیف

د افغانستان د موی تای رزمي کار قهرمان شاهین خپل چینايي سيال وانګ یو ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي تېره شپه د تایلنډ په بانکاک ښار کې ترسره شوه، چې په پای کې شاهین خپل سیال د درنو ضربو په وسیله مات کړ.

یاده سیالي د موی تای د یوې معتبرې ادارې له‌خوا د تایلنډ د یوې مهمې سیالۍ په چوکاټ کې ترسره شوه.