د ناروې د بشري مرستو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوی ته امر کړی چې د ولسمشر ټرمپ د اجرائیوي فرمان له مخې، د ۸۵ ورځو لپاره ټول هغه فعالیتونه چې د امریکا په مالي ملاتړ ترسره کېږي، سمدستي ودروي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې امر له امله، په ۱۲ هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې د ماینپاکۍ چارې، چې د امریکا په مالي ملاتړ ترسره کېدلې اوس ودرول شوې.
دغه سازمان زیاتوي چې د ماینونو پاکول د نړیوالې بېوزلۍ د کمولو، امنیت، اقتصادي ودې او ثبات د رامنځته کولو یوه مهمه هڅه ده، ځکه چې ماینونه او نهچاودي مهمات د جګړو له پای ته رسېدو وروسته هم د خلکو، د هغوی د معیشت او پراختیا لپاره کالونه خطر جوړوي.
د ناروې د بشري مرستو سازمان وايي، د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې، نړۍ د ماینونو او خوشهیي بمونو له امله د ۷زره کسانو د مرګژوبلې شاهد وه.
د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان ترڅنګ آنگولا، کمبودیا، عراق، کوزوو، لاوس، پالاو، پیرو، تاجیکستان، اوکراین، ویتنام، او یمن په ګډون په ۱۱ هېوادونو کې هم د ماینپاکۍ فعالیتونه ودرول شول.
دغه سازمان وايي، دوی د امریکايي چارواکو د لا نورو لارښوونو په تمه دي، ترڅو د دې فرمان د اغېزو په اړه معلومات ترلاسه کړي او له زیانمن شویو کارکوونکو، شریکانو او روانو پروژو سره د حللارو په اړه کار وکړي.
دغه سازمان هيله ښودلې، چې د امریکا نوې اداره به د دې «مهم» کار ته لومړیتوب ورکړي او د امریکا له چارواکو او نورو زیانمن شویو اړخونو سره به له ماینونو پاکو سیمو لپاره د همکارۍ دوام ته ژمن پاتې شي.