افغانستان

منیر اکرم د ملګرو ملتونو له سرمنشي او د امنیت شورا له لسو غړو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

 په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم، وایي چې د دغه سازمان له سرمنشي انتونیو ګوترش او د امنیت شورا له لسو ټاکل شویو دایمي غړو سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي اکرم په اېکس لیکلي، چې «د سولې ساتنه او د افغانستان راتلونکی» د دې لیدنې اصلي موضوعات وو.

هغه زیاته کړې: «زه د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امنیت شورا د لسو ټاکل شویو غړو کوربه وم. موږ د مختلفو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د سولې د ساتنې او د افغانستان د راتلونکي په اړه، رغنده بحث درلود.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ترمنځ ترینګلتیاوې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیتونو او د دې ډلې د بریدونو له امله زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې، د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون د دغه هېواد چارواکو طالبان د تحریک طالبان پاکستان په  ملاتړ او دې ډلې ته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خوندي پناهځایونه ورکولو باندې تورن کړي وو؛ خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

 تازه، اېکسپرېس ټریبیون د یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي له قوله، چې نوم یې نه دی افشاء شوی، راپور ورکړی چې د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان د غړو کورنۍ د افغانستان له سرحدي سیمو نورو برخو ته لېږدوي.

د دې پاکستانۍ ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، دا اقدام د پاکستان د حکومت د پرله‌پسې غوښتنو له مخې ترسره کېږي. دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق، اماراتو ته سفر کړى دى.

که څه هم، تر اوسه طالبانو او پاکستاني چارواکو د دې سفر موخه نه ده روښانه کړې، خو دې لوړپوړي پاکستاني چارواکي د تحریک طالبان پاکستان د مسئلې د حل لپاره د متحده عربي امارات او د قطر منځګړیتوب رول تاييد کړى دى.