د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک اعلان کړی چې دوه ورځې وروسته (شنبه، د سلواغه ۶) ۲۰ میلیونه ډالره لیلاموي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه بانک په هېواد کې له صرافيو او د پیسو د تبادلې له وړ شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې برخه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو اونیو کې د افغانيو پر وړاندې د ډالرو ارزښت مخ په زیاتېدو دی.
د مرکزي بانک لخوا د ډالرو لیلام چې موخه یې د افغاني اسعارو ثبات ساتل دي؛ خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې دا کار به په مصنوعي ډول د افغانۍ ارزښت په نسبي ډول وساتي خو په اوږدمهال کې به پرې اغېز ونه لري.