افغانستان

په جرمني کې یوه افغان دوه کلن ماشوم په چاقو وواژه

د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چې یو دوه کلن ماشوم د یوه افغان له خوا په چاقو وهل شوی دی.

د رسنیو د راپورنو پر بنسټ، چې دغه بریدګر یې «اسلامي او ترهګر» بللی، دا پېښه پرون (چهارشنبه، د سلواغه ۳مه) د جرمني د آشفنبورګ ښار په یوه وړکتون کې رامنځته شوې ده؛ خو د برید کوونکي د هویت او یا له ترهګرو ډلو سره د هغه د اړیکو په اړه څه نه دي ویل شوي.

جرمني رسنیو ویلي چې دغه سړی درې کاله مخکې جرمني ته راغلی و. خو د برید انګېزه لا نه ده څرګنده.

بریدګر له هغه وروسته په ماشوم باندې په چاقو برید کړى چې هغه د وړکتون پارک ته د ماشومانو د وتلو انتظار کاوه.

د آلمان لومړي وزير اولاف شولتس دغه پېښه یو «وحشیانه جنایت» بللی او د قرباني او د هغه له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د آلمان لومړي وزير پر اېکس د برید په غبرګون کې لیکلي دي: «زه له داسې تاوتریخوالي څخه چې دلته په څو اونۍ وروسته تر سره کېږي د جنایتکارانو لخوا [داسې عملونه] چې واقعا دلته د پټنځای موندلو لپاره راغلي دي، ستړی شوی یم.»

هغه زياته کړه چې په جرمني کې اړونده چارواکي بايد ډېره هڅه وکړي څو پوه شي چې بريدګر ولې تر اوسه په جرمني کې و.

ښاغلي شولتس همداراز ويلي، چې له پارېس څخه تر راستنېدو وروسته یې له جرمني چارواکو سره هم کتلي او د دغې قضیې په اړه یې پر لازمو پايلو ټینګار کړی دی.