د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند براین هیوز ویلي چې د ټرمپ اداره به د ټولو امریکايانو د خوشې کولو لپاره چې د طالبانو له خوا بنديان شوي دي، هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه اقدام په وروستیو کلونو کې د امریکا له خوا افغانستان ته د ميلیاردونو ډالرو مالي مرستو ته په کتو اړین دی.
هغه زیاته کړه: «د ټرمپ اداره به د ټولو بندیانو د خلاصون لپاره چې د طالبانو له خوا بنديان شوي دي غوښتنې ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستو ته په پام سره چې په تېرو کلونو کې افغانستان ترلاسه کړي دي.»
په همدې حال کې د طالبانو یو غړی خان محمد چې د امریکا په زندان کې په عمري بند محکوم شوی و، په ننګرهار ولایت کې خپل ټاټوبي ته راستون شوی دی. نوموړی د دوو امریکايي اتباعو، راین کوربيټ او ویلیم والاس مک نیټي د خوشې کېدو په بدل کې خوشې شو.
خان محمد چې په ترهګريزو، د نشه يي توکو په قاچاق او د امريکايي ځواکونو او پخواني افغان حکومت پر ضد په بريدونو تورن و، په خپل ټاټوبي کې له پراخ هرکلي سره مخ شو.
د بندیانو دغه تبادله د قطر په منځګړتوب ترسره شوې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د دې تبادلې د اسانتیا لپاره د قطر هڅې بریالۍ وې او په سیمه او نړۍ کې یې د یوه باوري ملګري په توګه خپل دریځ پیاوړی کړ.»
سي بي اېس نیوز د سه شنبې په ورځ په الوتکه کې د راین کوربټ د یوې ویډیو په خپرولو سره راپور یې ورکړى چې دواړه امریکایي بنديان په قطر کې ښکته شوي او متحده ایالاتو ته روان دي.
د امریکا د استازو جرګې ځینو غړو په دې پروسه کې د قطر رول ستایلی دی. د امریکا د استازو د جرګې غړي ډان موسز وویل، «قطر د امریکا او طالبانو ترمنځ د منځګړي په توګه کار کړی، د راين او د هغه د کورنۍ ترمنځ یې د ټېلېفوني خبرو زمینه برابره کړې او د هغه د درملنې ډاډ یې ورکړی دی.»
په همدې حال کې د استازو د جرګې بل غړي مایک لاولر د ټولو امریکايي يرغمل شویو د خلاصون لپاره د هڅو د دوام غوښتنه کړې ده.
هغه وویل: «موږ ډېر خوشحاله یو چې راين کوربټ په خوندي توګه خپلې کورنۍ ته راستون شو. موږ هیله لرو چې حکومت به د ټولو امریکايي اتباعو د راستنولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»
په داسې حال کې چې د طالبانو په بند کې د پنځو نورو امریکايي اتباعو برخلیک ناڅرګند دی، د بایډن ادارې له طالبانو سره د خبرو لپاره د هڅو راپورونه ورکړي دي. د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې د بایډن اداره په پام کې لري چې د درېیو امریکايي اتباعو د خوشې کولو په بدل کې د اسامه بن لادن د پخواني مرستیال محمد رحیم خوشې کړي.