سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي، چې د هېواد په شمال تخار ولایت کې یو چینايي ٶګړى د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، یوه ژباړونکي او یو بل کس په ګډون پر دغه چینايي وګړي د سه شنبې په ورځ ماسپښین ۲ بجې برید وشو.
سرچينې همداراز ويلي، چې طالبانو د دې پېښې په تړاو د دغه چينايي وګړي ژباړن هم نېولى دى. خو طالبانو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دغې پېښې لامل او انګېزه لا نه ده څرګنده او د چينايي وګړي هويت هم نه دی څرګند شوی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې ډزو وروسته د طالبانو امنيتي ځواکونه د پېښې سيمې ته ورغلي او د بريدګر لټون يې پيل کړى دى.