افغانستان

طالبان: روان کال په بلخ کې ١٢٠تنو په ترافيکي پېښو کې ژوند بايللى

په بلخ کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د روان لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې په دغه ولایت کې تر ۱۲۰ ډېرې ترافیکي پېښې شوې دي.

د بلخ د ترافيکو مديريت وايي، چې په دې پېښو کې ۱۲۳ تنه مړه او ۱۷۷ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو په وينا، دغه ترافيکي پېښې د بلخ- جوزجان، بلخ- سمنګان او هرات- مزار شريف پر لويو لارو رامنځته شوې دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ترافیکو مدیریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو پېښو اصلي لامل د سړکونو د سور کموالى او خرابوالي، د بې اسنادو او ښې اړخو موټرو ګرځېدل، د چلوونکو بې غوري او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول دي.

په بلخ کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ترافيکو مديريت مسوولين وايي چې د دغه ولايت په لويو لارو کې يې د ورته پېښو د مخنيوي په موخه پوستې زياتې کړې دي.