افغانستان

طالبانو له ترکيې غوښتني چې بېړنیو ناروغانو ته ویزې ورکړي

د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې یې د ترکیې له سفارته غوښتي چې د بېړنیو ناروغانو لپاره ویزې ورکړي.

د دغه وزارت په وینا، د طالبانو له خوا د عامې روغتیا وزارت ټاکل شوي وزیر نور جلال جلالي دغه غوښتنه په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د ترکیې سفارت تر اوسه د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته د ترکيې سفارت افغان اتباعو ته د ویزو ورکول محدود کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوال وايي، د لازمو اسنادو او شرایطو له لرلو سربېره؛ په کابل کې د ترکیې د سفارت له خوا رد شوی دي.

ترکیې همداراز سږ کال له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو ویزو د معافیت تړون وځنډاوه.

ترکي رسنیو د جون په نهمه خبر ورکړ چې دغه هېواد له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو پاسپورټونو لرونکو لپاره د ویزې معافیت ځنډولی دی.

د ډيلي صباح د راپور پر بنسټ، ترکیې د جمهوري ریاست د یوه فرمان له مخې د جون له لومړۍ نېټې( د ١٤٠٣لمريز کال د غبرګولي ١٢مه) راهیسې د ډیپلوماټیک پاسپورټ لرونکو لپاره د دوه اړخېزه معافیت په اړه د ۲۰۰۸ کال تړون وځنډاوه.