افغانستان

د پاکستان پوځ: يو افغان وګړی د «ترهګرۍ» په تور ووژل شو

د پاکستان امنیتي ځواکونو انځور

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې محمد خان احمدخېل چې افغان وګړى او د پکتیکا ولایت د وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په پاکستان کې په ترهګریزو فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور ووژل شو.

د پاکستان پوځ وايي، دغه سړی د جنورۍ په ۱۱ مه د بلوچستان ایالت د ژوب ولسوالۍ په سمبازا سیمه کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د محمد خان احمدخېل جسد پرون له رسمي پړاونو وروسته طالبانو ته وسپارل شو.

پاکستان ادعا کوي چې افغان وګړو له ترهګرۍ سره تړاو لري
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې پېښې «د پاکستان پر ضد په ترهګریزو عملیاتو کې د افغان اتباعو د لاس لرلو کره شواهد وړاندې کړي دي.»

دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.